CRI Online

څه باندې پنځلس سوه کورني او بهرني مېلمانه به د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو د سرمشريز فورم د لوړې کچې په غونډه کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-11 10:07:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال وانګ شياو تاو د روانې مياشتې په لسمه نېټه وويل چې څه باندې پنځلس سوه کورني او بهرني مېلمانه به د لوړې کچې په غونډه کې ګډون وکړي چې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو د سرمشريز فورم د يوې برخې په توګه ګڼل کيږي.په دې جمله کې څه باندې اته سوه پنځوس تنه بهرني مېلمانه دي چې له يوسل او دېرشو هېوادونو او اوياوو نړيوالو سازمانونو څخه راغلي دي.

وانګ شياو تای په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې دغه غونډه به د مې په څوارلسمه نېټه تر سره شي او برخه وال به په عمده توګه د بنسټيزو تاسيساتو، د چارو پانګونې، اقتصادي همکارۍ ،د انرژيو سرچينو،پولي همکارۍ، کلتوري تبادلې ، ايکولوژيکي چاپيريال او سمندري همکارۍ په باب د نظريو تبادله وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای