CRI Online

په ګډه سره د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د ستراتيژۍ پلي کولو په نوم کتاب خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-11 11:06:44

په ګډه سره د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د ستراتيژۍ پلي کولو په نوم کتاب خپور شو

 د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ٢٠١٣ کال په سپتمبر او اکتوبر کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په وار سره د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند او په ٢١مه پېړۍ کې د ورېښمو سمندري لارې د جوړونې په اړه وړانديزونه وکړل چې دا د نړيوالې ټولنې او د اړوندو هېوادونو پام يې راجلب کړې دی.د يوه کمربند او يوې لارې په اړه وړانديزونو کې د ورېښمو لرغونۍ لارې د تاريخي نښو په کارولو سره د نوی زمانی محتويات زيات شوی چې نه يوازې د خلاص نړيوال اقتصادي سيستم د ساتلو او پکې د څو اړخيز، برابر او دواملرونکی پرمختګ د موندلو لپاره چيني لايحه ده بلکې د سيمه ييزې همکارۍ او د مدني تبادلې د پياوړتيا او د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره د چين ادعا هم ده .له دې څخه ښکاري چې چين د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد او په نړۍ کې د دوهمې لويې اقتصادي ډلې په توګه په عادلانه او معقوله لور د نړيوال اقتصادي سيستم د روانېدو لپاره خپله دنده پر غاړه اخيستې ده. د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د ستراتيژۍ د پرمخبيولو په هکله د لارښوونکې ډلې دفتر په ګډه سره د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د مفکورې،عملونو او د چين خدمتونو په نوم کتاب خپور کړ او د يوه کمربند او يوې لارې په اړه محتويات، مفکوره او طبيعت يې څرګند کړی او له دريو کلونو راهيسې يې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه لاسته راوړنې راغونډې کړې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای