CRI Online

د چين د مصيبت د ژوغورنې کميټې او د ملکي چارو وزارت د شينجيانګ د تاشکورغان سيمې د زلزلې له مصبت ځپلو سيمو سره د مرستو په هکله څلورمه درجه بيړنۍ لايحه پلې کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-11 16:37:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملکي چارو وزارت د مې په ۱۱مه نېټه خبر ورکړ چې د همدې ورځې د سهار په لسو بجو او څلوېښتو دقيقو د چين د مصيبت د ژغورنې کميټې او د ملکي چارو وزارت د شينجيانګ د تاشکورغان سيمې د زلزلې له مصبت ځپلو سيمو سره د مرستو په هکله څلورمه درجه بيړنۍ لايحه پلې کړه او دغې سيمې ته يې کاري ګروپ ولېږه، تر څو له ځايي حکومت سره د ژغورنې کارونه پياوړی کړي او مصيبت ځپلي وګړي په نورو خوندي ځايونو کې ميشت کړي.

د معلوماتو له مخې، د مې د ۱۱مې نېټې د سهار په پنځو بجو او اته پنځوسو دقيقو د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د کاشغر د تاشکورغان په ولسوالۍ کې د پنځه اعشاريه پنځه درجې په اندازه زلزله وشوه. د همدې ورځې تر دوولسو بجو پورې د دغې زلزلې له امله اته تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان دي. دغه راز، ۱۵۲۰خونې ويجاړې شوې دي. اوس د ژوغورنې کارونه روان دي او اړوندې څانګې د مصيبت ځپلو وګړيو د ژوند د تامينولو لپاره کوښښ کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای