CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د بېجينګ وخت شروع شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-12 09:54:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې د يولسمې نېټې په ماسپښين د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې د خپل ويتنامي سيال تران دای کوانګ د هر کلي مراسم ترسره کړل او ورسره يې خبرې اترې وکړې. تران دای کوانګ د رئيس شي جين پينګ په بلنه چين ته رسمي سفر کړی او د يوه کمربند او يوې لارې په سرمشريز فورم کې ګډون کوي. دغه راز د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د بېجينګ وخت شروع شوی دی.

دواړو مشرانو په خبرو اترو کې موافقه کړې چې د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ تمايل وساتي او په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي چې د دواړو هېوادونو وګړيو ته رښتينې ګټې ورسوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای