CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د وړانديز په رڼا کې به بېلا بېل هېوادونه ګډ پرمختګ ومومي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-12 17:59:49


د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د وړانديز په رڼا کې نه يوازې د چين او اړوندو هېوادونو او سيمو ترمنځ د لوړ پوړي تبادلې او اقتصادي همکاريو لپاره نوی لار پيدا شوې بلکې د زياتو خلکو لپاره د کلتوري تبادلې نوې لارې چارې برابرې شوې دي. د چين د اړوندو څانګو مسئول د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا په جوړه شوې يوه خبري ناسته کې وويل چې چين به د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له اړوندو هېوادونو سره د کلتوري تبادلې لپاره لازيات تدبيرونه ونيسي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د زړونو د تړلو او د ګډ پرمختګ لپاره به هڅې وکړي.

د خلکو ترمنځ د زړونو تړل د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د همکاريو مهم بنسټ ګڼل کيږي. په ٢٠١٣ کال کې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه له وړانديز راهيسې چين له اړوندو هېوادونو سره يو ځای د معلوماتو د شريکولو،کلتوري تبادلې او د تبليغاتي تګ راتګ له لارې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د زړونو د تړلو او د متقابل تفاهم د ژورتيا لپاره ګډې هڅې کړې او کوي يې.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې تبليغاتي وزارت مرستيال تو جن وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز په رڼا کې به د خلکو زړونه وتړل شي او د مدني تبادلې په برخه کې به يو له بل څخه زده کړې وکړي او څېړنيزې تبادلې به خپل فعال رول ولوبوي.هغه وويل (اواز..........) د ابتدايي شمېرنې له مخې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د چين علمي اورګانونو او پوهنتونونو له خوا د جوړو شويو څېړنيزو مرکزونو شمېر دری سوو ته رسيدلی دی.د مشهورو بهرنيو څېړنيزو اورګانونو شمېر چې د يوه کمربند او يوې لارې پر څېړنې بوخت دي، څه باندې پنځوسو ته رسيدلي دي.د منځنۍ اسيا،د جنوب ختيځې اسيا او د اروپايي او امريکايي هېوادونو څېړنيزو اورګانونو په جلا جلا توګه د يوه کمربند او يوې لارې په هکله څېړنيزې ډلې جوړې کړې دي. تر هغه وروسته ډېرې څېړنيزې لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي.د چين څېړنيزو اورګانونو د يوه کمربند او يوې لارې په هکله څلور سوه ټوکه کتابونه چاپ کړي او مشهورو بهرنيو څېړنيزو اورګانونو څه باندې سل نسخې راپورونه خپاره کړي دي.

د ٢٠١٦ کال لپاره د يوه کمربند او يوې لارې په هکله د راپور له مخې چې د چين د معلوماتو دولتي مرکز له خوا خپور شوی،د اړوندو هېوادونو خلکو د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د همکاريو ډېرې هيلې درلودې چې په دې جمله کې يې د بهرنيو انټرنټ کارونکو عمده هيله دا وه چې د چيني ځواکونو په اتکأ سره به د خپلو هېوادونو بنسټيز تاسيسات ښه شي او د اقتصادي پرمختګ لپاره به خوځنده ځواک راوستل شي.خو د چين انټرنټ کارونکو دا هيله درلوده چې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې په رڼا کې به د چين اقتصاد نوی پرمختګ ومومي.

سربېره پردې په دې راپور کې راغلي چې کلتوري تبادلې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې مهم بنسټ دی چې د دې تبادلې د پياوړتيا له لارې به له نورو هېوادونو سره د کلتوري تبادلې لپاره نوي فرصتونه برابر شي.د چين د ښوونې وزارت مرستيال تيان شيو جون وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې په هکله د ښوونې عملی پلان به چې د چين له خوا جوړ شوی ، د اړوندو هېوادونو ترمنځ د ژبو د تبادلې او د استعدادلرونکو کسانو د تګ راتګ لپاره مهم رول ولوبوي.هغه وويل (اواز...........)لومړی د دې وړانديز په رڼا کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د ژبو تبادلې زياتې شوې دي. يوازې په ٢٠١٦کال کې د چين حکومت د ٤٢ ډولونو ژبو په اړه په بهرنيو هېوادونو کې د زده کړې لپاره يو زر شپږ دېرش تنه ليږدولي چې د نهو ژبو تشه ډکه شوې ده . په عين وخت کې د اړوندو هېوادونو يو لک او اويا زره تنه د چيني ژبې د زده کړې لپاره چين ته راغلل .دوهم د ورېښمو لارې په هکله د چين حکومتي سکارلشيپونه جوړ شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای