CRI Online

شي جين پينګ د اتوپيا له صدراعظم سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-12 19:16:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه په بېجينګ کې د اتوپيا له صدراعظم هېليماريان ديلساليګن سره وکتل چې هغه د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ په سرمشريز فورم کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی.

رئيس شي جين پينګ وويل، چې د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيک او سياسي اعتماد د ښکاره کېدو په غرض وړانديز کوم چې د چين او اتوپيا ترمنځ اړيکې د هراړخيزو ستراتيژيکو همکارانو اړيکو ته لوړې شي. دواړه خواوې بايد د متقابل ټرانسپورټي تګ راتګ او توليدي توان په برخو کې همکاريزې پروژې پياوړې کړي.

هېليماريان وويل، چې اتوپيا له چين سره د اقتصاد،سوداګرۍ، پانګونې، توليدي توان او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په همکاريو کې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. د يو کمربند او يوې لارې پلان د ګردې کرې لپاره ارزښت لري او اتوپيا به په فعاله توګه پکې ګډون وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای