CRI Online

شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې نړيوالې همکارۍ د سرمشريزې غونډې د پرانيستې په درشل کې له برخوالو بهرنيو مشرانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-13 08:52:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ سرمشريزه غونډه به د می په ١٤مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي او په غونډه کې برخوال بهرني مشران په وار سره بېجينګ ته رسيدلي دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د می په ١٢مه نېټه د مغولستان، پولنډ، اتوپيا او حبشې چيک په شمول د زياتو هېوادونو له مشرانو سره کتنې وکړې. رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې د بهرنيو مشرانو د ګډون هرکلی وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې د يو کمربند او يوې لارې پلان د چين یو کسيزه سندره نه ده، خو د نړۍ ډليزه ارکسترا ده.

د مغولستان صدراعظم جارګالتولګا يردينيبات د بهرنيو هېوادونو په لړ کې لومړی مشر دی چې رئيس شي جين پينګ په ١٢مه نېته لومړی ورسره کتنه وکړه. شي جين پينګ وويل چې مغولستان د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې يو مهم هېواد دی. چين هرکلی کوي چې مغولستان د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې برخمن وي او له دغه هېواد څخه ملاتړ کوي چې د اروپا او اسيا تر منځ د پل رول ولوبوي.

په همدې ورځ رئيس شي جين پينګ د چک د ولسمشر ميلوس زيمان او د پولنډ له صدراعظمې بيتا سيزدلو سره وکتل. چين او چيک د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په هکله د دوه اړخيزې همکارۍ پلان لاسليک کړی چې د چين او اروپايي هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزې همکارۍ لومړی پلان دی.

رئيس شي جين پينګ د حبشې له صدراعظم هايليماريام ديساليګن سره د کتنې په وخت کې په خوښۍ سره دا څرګنده کړه چې د دواړو خواوو تر ګډو کوښښونو لاندې د توليد انرژۍ په چارو کې د چين او حبشې تر منځ همکارۍ يو لړ لاس ته راوړنې تر لاسه کړې دي او د دواړو هېوادونو تر منځ واقعي همکارۍ به د چين او افريقا د همکاريو په بهير کې مخکښ ځای ونيسي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای