CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند: د امريکا او جنوبي کوريا په شمول ځيني هېوادونونه به د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ سرمشريزې غونډې ته استازي ولېږي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-13 10:32:51

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د می په ١٢مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د امريکا او جنوبي کوريا په شمول ځيني هېوادونه به د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ سرمشريزې غونډې ته استازي ولېږي.

ګنګ شوانګ وويل چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز پرانستی او د زغم دی او چين د بېلا بېلو خواوو هرکلی کوي چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. د مالوماتو له مخې د امريکا د ولسمشر ځانګړی مرستيال، د سپينې ماڼۍ د امنيتي چارو کانګرس د اسيايي چارو د جګ پوړي منشي مات پوتينګير په مشرۍ پلاوي به په دغه غونډه کې برخمن وي.

ګنګ شوانګ وويل چې د جنوبي کوريا د ملي کانګرس غړي او د ملي کانګرس پخواني مشر پارک بيونګ سيوک به د دغه هېواد د استازي په توګه په ياده غونډه کې ګډون وکړي. هغه وويل چې بريتانيا او المان، فرانسه او جاپان به هم دغې غونډې ته ځانګړي استازي ولېږي. برسيره پر دې د اروپايي ټولنې د رئيس مرستيال جيرکي کاتاينين به د غونډې په اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي.

ګنګ شوانګ مخکې وويل چې د نورو هېوادونو ٢٩ لومړي مشران او سياسي مشران او د م م د سرمنشي په شمول د نړيوالو سازمانونو دري مسئولين به په دغه غونډه کې هم برخمن وي.

ژباړونکې:ډيوه

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای