CRI Online

شي جين پينګ د يونان له صدراعظم اليکسيس تسيپراس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-13 15:09:56

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د می په ١٣مه نېټه د دياو يوی تای په ملي هوټل کې د يونان له صدراعظم اليکسيس تسيپراس سره وکتل چې په چين کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ په سرمشريزه غونډه کې به ګډون وکړي.

شي جين پينګ وويل اوس د چين او يونان تر منځ عنعوی دوستی او همکارۍ په پر له پسي توګه نوی فعال قوی ښکارندوی دی. د دواړو هېوادونو تر منځ سياسي باور ټينګ شوی، د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونو او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په ساحو کې د همکارۍ برياليتوبونه او کولتوري تګ راتګ زيات شوی دی. دواړه هېوادونه بايد د چين او يونان تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د ٤٥مې کاليزې په وخت کې د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو ښه راتلونکی جوړ کړي. چين غواړي چې له يونان سره جګ پوړي تګ راتګ وساتي، د حکومتونو او د بېلا بېلو کچو څانګو تر منځ همغږۍ نژدی کړي. دواړه خواوې دې د ذات البيني سوداګرۍ د برابر پرمختګ هڅونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای