CRI Online

لي که چيانګ د پاکستان له صدراعظم سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-13 17:34:30

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين صدراعظم لي که چيانګ د می په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره وکتل.

لي که چيانګ وويل چې چين له پاکستان سره دوستانه همکاريزو اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او غواړي له پاکستان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښ وکړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لاټينګې شي.

شريف وويل چې پاکستان او چين دوستانه ګاونډي هېوادونه او ستراتيژيک همکاران دي.د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي دهليز د دواړو هېوادونو ترمنځ ستره پروژه ده چې د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره ستر فرصتونه برابر شوي دي.پاکستان به په پوره توګه د اقتصادي دهليز د ابادۍ بهير د چټکتيا لپاره کوښښ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای