CRI Online

د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د يوکمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو سرمشريز فورم په عالي رتبه عمومي غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-14 12:08:12

د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د مې په ۱۴مه نېټه د يوکمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو سرمشريز فورم په عالي رتبه عمومي غونډه کې د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر بنسټ په پنځو برخو کې د همکاريو او تګ راتګ د پياوړتيا تر سرليک لاندې يوه وينا وکړه. هغه وويل، چې د تګلارو تګ راتګ، د اساسي تأسيساتو د جوړولو،د سوداګرۍ د پياوړتيا، د پيسو د تبادلې او د خلکو د زړونو د نژدې کولو په شمول پنځه برخې د يوکمربند او يوې لارې وړانديز د پلې کولو لپاره کليدي اهميت لري. هغه په خپله وينا کې پنځه فقيره ييز وړانديز وړاندې کړ.

لومړی، اړوندې خواوې بايد د تګلارو د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي، تر څو د يوکمربند او يوې لارې وړانديز د پلې کولو لپاره ښه سياسي زمينه برابره کړي. بېلا بېلې خواوې بايد د سياسي باور د ټينګښت، د عالي رتبه تګ راتګ د پياوړتيا، د پرمختيايي لايحو د جوړولو او د همکاريو د نقشو او مهال ويشونو د طرحه کولو لپاره کوښښونه وکړي.

دوهم، اړوندې خواوې بايد د اساسي تأسيساتو د جوړولو او د يوکمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د اساسي تأسيساتو شبکې د جوړولو لپاره هڅې وکړي. نه يوازې د ځمکې، سمندر، هوا او انټرنيټ په څلورو برخو کې، بلکې د تګلارو، قواعدو او سويو د طرحه کولو په برخه کې دې د بېلا بېلو خواوو ترمنځ تګلارې سره وتړل شي. بر سېره پردې، بېلا بېلې خواوې بايد د اوسپنيزو لارو، سړکونو، هوايي چارو، بيړيو، مخابراتو، برېښنا او د نفتو او ګازو د نل ليکو د جوړولو او د انرژۍ د انټرنيټي شبکې د جوړولو پر بنسټ د تاسيساتو د عصري سيستم د ابادولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

درېيم، اړوندې خواوې بايد د سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د بازار د پراختيا لپاره هڅې وکړي. په ۲۰۱۶م کال کې د يو کمربند او يوې لارې په سيمه کې د چين او اړوندو هېوادونو ترمنځ د سوداګريو اندازه يو زر او اويا مليارډو امريکايې ډالرو ته رسېدلې او په يادو هېوادونو کې د چين د مستقيمو پانګونو اندازه څوارلس مليارډو او پنځه سوه مليونو امريکايې ډالرو ته رسېدلې ده. بېلا بېلې خواوې بايد د سوداګرۍ او پانګونې د ازادۍ او اسانتيا د پياوړتيا او د يوکمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د سوداګرۍ د ازادې شبکې د جوړولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي، تر څو سيمه ييز او نړيوال اقتصاد پياوړی شي.

څلورم، اړوند هېوادونه بايد د پيسو د تبادلې د پياوړتيا او د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د پانګونو او د پيسو د راغونډولو د څواړخيز سيستم د جوړولو لپاره هڅې وکړي. د پانګونو او پيسو د راغونډولو په اړه نړيوال موډل بايد نوی شي او د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز د پلې کولو لپاره دې يو دايمي، ثابت او پر له پسې پولي سيستم جوړ شي.

پنځم، اړوندې خواوې بايد د خلکو د زړونو د نژدې کولو او د يو کمربند او يوې لارې په سيمه کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د دوستانه پل د ټينګېدو لپاره هڅې وکړي. بېلا بېلې خواوې بايد د لرغونې ورېښمو لارې د روحيې سره سم د کولتور، ښوونې، ساينس او تخنيک، خبري رسنيو، روغتيا او طب او د ملکي چارو په ساحو کې د تګ راتګ او همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

ښاغلي جانګ ګاو لي د وينا په پای کې وويل، چې د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز د پلې کولو چارې به د ټولو ګډون کوونکو هېوادونو او سازمانونو لخوا د ګډو سلامشورو پر بنسټ تر سره شي او بېلا بېلې خواوې به په ګډه له دغه وړانديز څخه ګټه واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای