CRI Online

رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په فورم کې د ګډون کوونکو بهرنيو پلاويو د مشرانو او مېلمنو په مناسبت مېلمستيا او هنري ننداره تر سره کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-15 08:49:59
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۴مه نيټه د خلکو په لوی تالار کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په فورم کې د ګډون کوونکو بهرنيو پلاوي د مشرانو او مېلمنو په مناسبت يوه مېلمستيا جوړه کړه او بيا يې د دولت په لوی تياتر کې په زړه پورې هنري ننداره تر سره کړه. د چين د صدر اعظم مرستيال جانګ ګاو لي هم په يادو فعاليتونو کې حاضر و.

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې موږ پر يوې هيله لرونکې لارې پرمخ ځو. که موږ يو له بل سره لاسونه يو کړو او همکاري وکړو، نو ښه راتلونکې به زموږ پر مخ وي. زموږ ګډ کارونه به د ورېښمو لرغونې لارې په څېر نسل په نسل دوام وکړو او خپلو راتلونکو نسلونو ته به زياتې ګټې ورسوو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای