د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د شمېرنې دولتي ادارې مطبوعاتي وياند ښاغلي شينګ جه هونګ د مې په ۱۵مه نيټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د ۲۰۱۷ کال د اپريل په مياشت کې د چين اقتصاد عموماً ثابت او ښه حالت ساتلی دی. توليدي چارو په ثابته توګه پرمختګ کړی، بازاري اړتياوې لا پسې پراخې شوې، د توکو بيې ورو ورو لوړې شوې، د تقاضې له اړخ نه جوړښتي اصلاحات په دوامداره توګه ژور شوي او د اقتصادي چارو کيفيت او موثريت پر له پسې ښه شوی دی.
د چين د شمېرنې دولتي ادارې په همدې ورځ په تېر اپريل کې د چين د اقتصاد په اړه يو لړ شمېرې خپرې کړې دي.
نوموړي دا هم وويل: بايد دې ته متوجه شو چې د کور دننه او په بهر کې اړوند چاپېريال لا تر اوسه پېچلی او د بدلون په حالت کې دی، جوړښتي تضادونه نه دي حل شوي او ځينو نويو ستونزو ته دې پام واړول شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |