CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ فورم پای ته ورسېد.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-16 11:07:18

د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ فورم د مې په ۱۵نيټه په بېجينګ کې پای ته ورسېد. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ اعلان وکړ چې چين به په ۲۰۱۹ کال کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ دوهم فورم جوړ کړي.

په دغو دوو ورځو کې څه دپاسه ۱۵۰۰ تنه چيني او بهرنيو مېلمنو د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د ګډ پرمختګ په خاطر يو له بل سره ژور بحث وکړ. د ياد فورم تر چوکاټ لاندې د دايروي ميز په سرمشريزه غونډه کې چې د مې په ۱۵مه نيټه تر سره شوه، ۳۰ تنه دولتي مشران او د نړيوالو سازمانونو مسؤلين پر دوو موضوعاتو موافقې ته ورسېدل چې يو د بل له تګلارو او پرمختيايي ستراتيژۍ سره په نښلولو سره خپلمنځي همکاريزې اړيکې پياوړې کړي او د ترانسپورټي پيوستون په اړه د واقعي همکارۍ په پياوړتيا سره ګډ پرمختګ ومومي. د يادې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره شوه.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چيني او بهرنيو خبريالانو ته څرګنده کړه چې په دغه فورم کې د بېلا بېلو خواوو ګډې نظريې راغونډې شوې، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په موخه د نړيوالې همکارۍ لپاره سم لوری روښانه شوی دی.

( لومړی اواز)

دغه فورم د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په هکله د نړيوالې ټولنې يوه جګ پوړې غونډه ده چې پکې د بېلا بېلو خواوو ګډې نظريې راغونډې شوې، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په موخه د نړيوالې همکارۍ لپاره سم لوری روښانه شوی، اړونده عملي لايحه ټاکل شوې او د بېلا بېلو خواوو مثبته هيله څرګنده شوې چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه نړيوالې همکارۍ پرمخ بوزي او د انساني برخليک ګډه ټولنه اباده کړي.

رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۳ کال کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز وړاندې کړ. تر دې وروسته بېلا بېلو ښکېلو خواوو د ګډې سلامشورې، ابادۍ او شريکولو تر اصولو لاندې ګډې هڅې کړې، د يو بل تګلارې يې همغږي کړې، سترې اقتصادي او سوداګريزې پروژې يې په چټکۍ سره عملې کړې، د بنسټيزو تاسيساًتو نښلونکې شبکه يې په ابتدايي توګه پشپړه کړې، د سوداګرۍ او پانګونې زياتې اسانتياوې يې برابرې کړې او خپلمنځي ملکي تګ راتګ يې هم زيات کړی دی. اوس مهال د يو کمربند او يوې لارې ابادي يوې نوې مرحلې ننوتلې ده.

‌رئيس شي جين پينګ څرګنده کړه چې بېلا بېلې خواوې به په راتلونکې کې په لا زياتو ساحو او کچو کې د يو کمربند او يوې لارې ابادي پرمخ بوزي، د اقتصادي پرمختګ نوی خوځنده ځواک به پيدا کړي، د نړيوال پرمختګ نوی ډګر به جوړ کړي، د اقتصادي چارو جهاني کېدو بهير به بيا بيلانس ومومي او د انساني برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو پر لور به ګامونه واخلي.

( دوهم اواز)

موږ به يو له بل سره د سوداګرۍ، پانګونې او پولي چارو په برخه کې عمومي اقتصادي تګلارې همغږي کړو، په ګډه سره به د اقتصادي جوړښت اصلاحات پرمخ بوزو او د نړيوال پرمختګ لپاره ښه به چاپېريال برابر کړو.

د ياد فورم په ترڅ کې اړوندو خواوو له چين سره د تګلارو همغږۍ، ترانسپورټي پيوستون، د سوداګرۍ پياوړتيا، د پانګو تګ راتګ او د خلکو ترمنځ د اړيکو په اړه د همکارۍ يو لړ تړونونه لاسليک کړل. تر اوسه پورې د هغو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو شمېر ۶۸ ته رسېدلی چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه يې له چين سره د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي دي. د بېلا بېلو هېوادونو مشران په دې نظر دي چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د يو مهم نړيوال وړانديز په توګه د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ژورتيا لپاره ډېر مهم فرصتونه برابروي. رئيس شي جين پينګ په دې اړه وويل چې د يو کمربند او يوې لارې ابادي له احاطې څخه د پرمختګ يو ورخلاصي ډګر دی. بېلا بېل هېوادونه مساوی ګډون کوونکي، خدمت کوونکي او ګټه اخيستونکي دي. هر هېواد غواړي چې په ورخلاصۍ سره خپلمنځي همکاريو ته دوام ورکړي او د همکارۍ له لارې دې متقابلې ګټې ومومي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای