CRI Online

شي جين پينګ د قرغېزستان له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-16 15:31:12

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د می په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې د قرغېزستان له ولسمشر المزبيک اتمبايف سره وکتل.

رئيس شي وويل چې د چين او قرغېزستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۲۵ کلونو راهيسې دواړو خواوو د متقابل مراعات او د ګډې همکارۍ پر اصولو په اغېزمنه توګه خپلمنځي اړيکې پياوړې کړې.چين غواړي له قرغېزستان سره يو ځای دوستانه رويه غوره کړي او ستراتيژيکې همغږۍ پياوړې کړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې به په پر له پسې توګه پرمختګ وکړي.

اتمبايف د يو کمربند او يوې لارې د نړيوال همکاريز سرمشريز فورم د برياليتوب په اړه مبارکي وويله.هغه وويل چې د يو کمربند او يوې لارې پلان د نړيوالې همکارۍ او د بېلا بېلو خواوو ترمنځ متقابل تفاهم او باور د پياوړتيا لپاره ګټور دی.چين د قرغېزستان ښه ګاونډی،همکار او دوست دی.قرغېزستان له چين څخه مننه کوي چې له اوږدې مودې راهيسې ورڅخه غښتلی ملاتړ او مرستې برابرې کړې.قرغېزستان غواړي د اقتصاد او سوداګرۍ او د امنيت په برخو کې له چين سره همکاري پياوړې کړي او په فعاله توګه د سترو بنسټيزو تأسيساتو د ابادولو کارونه چټک کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای