CRI Online

د پاکستان صدراعظم د علي بابا له شرکت څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-17 08:38:02

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم نواز شريف د مې په شپاړسمه نېټه د چين د علي بابا له شرکت څخه ليدنه وکړه او په دې ترڅ کې يې وويل، ډېر خوشحاله يم چې موږ او علي بابا په څلورو مياشتو کې د همکارۍ ياددشت لاسليک کړ. زه د پاکستان حکومت په استازيتوب دلته وايم چې موږ په له علي بابا سره يو ځای پرمختګ وکړو او تر وسې پورې به په پاکستان کې د علي بابا شرکت د صحنې او بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو لپاره کوښښ وکړو.

هغه وويل، انټرنيټي تجارت په نننۍ زمانه کې د اقتصادي پرمختګ، د نوښتونو د هڅونې او د شرکتونو د پيدا کولو لپاره ځواکمن خوځنده قوت دی. اوس په پاکستان کې انټرنيټي تجارت يوازې د پيل په جريان کې دی او د پرمختګ ستر پټ قوت لري. زه هيله لرم چې علي بابا شرکت په پاکستان کې د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو او نړيوال بازار کې د پاکستان د توليداتو چمتو کولو مسلکونو د ننوتلو لپاره رول ولوبوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای