د چين د علمو اکاډمۍ د عامو علومو د ديارلسمې ورځې فعاليت د مې په شلمه او يوويشتمه نېټه د يادې اکاډمۍ په يو سلو شپاړلسو څانګو کې تر سره شو. د فعاليت په ترڅ کې، د دې اکاډمۍ ډول ډول څېړنيز مرکزونه، د اسمان څيړنيزې صحنې، علمي سامان الات او بنسټيز تأسيسات به د بهر لپاره خلاص شي.
د مې په يوويشتمه نېټه، د چين د هوا پېژندنې دولتي اداره د يادې اکاډمۍ د تخنيکونو ادارې لخوا د علومو خپرولو د دولتي اډې په توګه وټاکل شوه. د دې ادارې مشر يان جيون وويل، د هوا پېژندنه او عادي ژوند سره نژدې اړيکې لري، زموږ اداره به په راتلونکې يو زمانه کې د علومو د خپرونې او تبادلې لپاره لا زيات ښه فعاليتونه تر سره کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |