د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د يو کمربند او يوې لارې ملي کولتور،اقتصاد او همکارۍ د پرمختګ سرمشريز فورم د مې په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو.
په همدې ورځ په چين کې د افغانستان،ايران،قزاقستان،سعودي عربستان،اندونيزيا او ماليزيا لوي سفيرانو او چارواکو ،اړوندو کارپوهانو او د چينګ های،شان شي،ګان سو،نينګ شيا،شينجيانګ،کورني مغولستان،جي لين،لياو نينګ او بېجينګ د ۳۰۰ تصديو استازو د خلکو ترمنځ د تبادلې او د ورېښمو لارې پر بنسټ د فرصتونو د شريکولو په اصلي موضوع د پرمختګ د ستراتيژيکو او د کولتوري تبادلې د پياوړتيا په اړه بحثونه وکړل.
په چين کې د افغانستان لوی سفير جانان موسی زي د افغانستان د اقتصاد او د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په اړه وينا وکړه.هغه وويل چې د يو کمربند او يوې لارې پلان د سيمې د پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.افغانستان غواړي له چين سره يو ځای د اړوندو پروژو د ابادۍ لپاره کوښښ وکړي.هغه هرکلی کوي چې د چين سوداګر له افغانستان څخه ليدنه وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |