د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اقليمي بدلون چارو په اړه د چين ځانګړي استازي ښاغلي شيې جه هوا د مې په ۲۲مه نيټه په برلين کې څرګنده کړه چې چين اوس د پاريس تړون د تطبيق لپاره خپله لايحه چمتو کوي. چين په ټوله نړۍ کې د اقليمي ادارې بهير د پرمخبيولو ټينګ هوډ لري او غواړي چې له اړوندو خواوو سره د څو اړخيزو خبرو اترو د پرمختګ لپاره مثبتې او اغېزمنې لاسته راوړنې ولري.
ښاغلي شيې په همدې ورځ د پيټربورګ د اقليمي ډيالوګ په نامه د وزيرانو په يوه غير رسمي غونډه کې ګډون وکړ او په يوه اړونده خبري ناسته کې يې وويل چې چين اوس د پاريس تړون په باره کې د شفافيت، نړيوالې سهم اخيستنې په شمول څو مسئلو باندې د چيني لايحې په چمتو کولو بوخت دی.
د ښاغلي شيې په قول، په ۲۰۱۶ کال کې د چين لخوا د کاربن ايستنې اندازه د وړم کال په پرتله ۶.۶٪ کمه شوې ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |