CRI Online

چيني تصدی به په پاکستان کې د مترو د جوړولو له چارو سره مرسته وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-24 09:58:27

د پاکستان د سوداګرۍ د ريکارډير ورځپاڼې د مې په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې د روان کال په جولای مياشت کې به چيني تصدی د باکستان د لاهور ښاروال ته د مترو ۲۷ اورګاډې او د روان کال په پای کې به نور ۲۶ اورګاډې په بشپړه توګه ورکړي.تر هغه وخت پوري به په پاکستان کې د مترو د نشتوالي حالت بدل شي.

د پاکستان په لاهور ښار کې د مترو پروژه د ۲۰۱۵ کال د اپريل په مياشت کې د چين او پاکستان د حکومتونو لخوا چوکاټي تړون لاسليک شوی او دا د دواړو هېوادونو د اقتصادي دهليز په پلان کې په ښارونو کې د مترو د جوړولو لومړې ترافيکي پروژه ده. د مترو عمومي اوږدوالي به ۲۶ کيلومترو ته ورسيږي، ۲۶ سټيشنونه او تر څمکو لاندې به ۲ سټيشنونه ځای پر ځای شي. په اورکاډو کې به د انرژۍ سپمونکي اير کنډيشن سيستم وکارول شي چې په دوبی کې د ګرمۍ مخه ونيسي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای