CRI Online

چيني او پاکستاني ډاکترانو د انټرنيټ له لارې د يوه پاکستاني ناروغ ماشوم د درملنې لپاره مشورې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-05-24 14:59:44


چيني او پاکستاني ډاکټران د مشورې په حال کې

د می د ۲۳ مې نېټې په سهار د چين د جه جيانګ پوهنتون د دويم روغتون ، د شينجيانګ د قارماي ښار د مرکزي روغتون او د پاکستان د ګوادر سيمې روغتون ډاکټرانو په لومړي ځل د انټرنيټ له لارې د يوه اته کلن پاکستاني ناروغ هلک د درملنې لپاره مشورې وکړې.

دغه پاکستاني هلک د پوستکي ځينې برخې تورې شوې او پکې تور خالونه پيدا شوي دي. چيني ډاکټرانو وړانديز وکړ چې يو يو دغه خالونه پرې شي او بيا به د پوستکي پيوندلو عمليات ترسره شي.

د چين يو شمېر روغتونونه د انټرنيټ له لارې د ناروغانو د درملنو د نړيوالو مشورو په برخه کې ډېرې تجربې لري. د ۲۰۱۶ کال له اپريل راهيسې د شينجيانګ د قارماي ښار مرکزي روغتون له لېرې لارې درملنه پلاټفورم له تخنيکونو او منابعو نه په استفادې سره له تايلند، ترکيې، پاکستان، مغولستان، پيرو او يو شمېر نورو هېوادونو سره له لېرې لارې درملنې متقابلې همکارۍ پيل کړې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای