CRI Online

شي جين پينګ: د غښتلو عصري سمندري ځواکونو د جوړېدو لپاره بايد کوښښ وکړو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-24 19:35:27

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۴مه نېټه سهار د سمندري ځواکونو له ارګان څخه ليدنه وکړه او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او د مرکزي پوځي کميټې په استازيتوب يې د سمندري ځواکونو د ۱۲مې ګوندي غونډې جوړېدو ته مبارکي وويله او د سمندري ځواکونو ټولو قوماندانو او سرتېريو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړې.

رئيس شي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې سمندري پوځ ستراتيژيک پوځ دی چې د هېواد د امنيت او د پرمختګ په بهير کې ستر اهميت لري.بايد د نويو حالاتو په وړاندې د ځواکونو د پياوړتيا په موخه د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې پوځي ستراتيژي پلې کړي تر څو غښتلی عصري سمندري پوځ جوړ شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای