CRI Online

شي جين پينګ استانا ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2017-06-07 21:30:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د جون د ۷مې نېټې په شپه استانا ته ورسيد او قزاقستان ته يې په خپل سفر پيل وکړ. هغه به د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو مشرانو د شورا په ۱۷مه غونډه او د استانا د نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای