CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له افغان ولسمشر محمد اشراف غني سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 14:56:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جون په ۸مه نيټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د قزاقستان په پلازمېنه استانا کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشراف غني سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ څرګنده کړه: د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې په دوامداره توګه د پرمختګ په حال کې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلا بېلو کچو تګ راتګ زيات شوی، په اقتصادي، سوداګريزو، انساني او کلتوري ساحو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې شوې او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادې په بهير کې يې هم مثبت پرمختګ کړی دی. دواړه خواوې بايد د لوړ پوړي تګ راتګ د لارښوونکي رول په لوبولو سره د بېلا بېلو کچو تبادلې پياوړې کړي، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ يادښت په شمول د يو لړ واقعي همکاريزو تړونونو مراعات دې وکړي او د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې دې خپلمنځي واقعي همکارۍ پراخې کړي او په ثابته توګه دې د چين او افغانستان ترمنځ د ترانسپورټي پيوستون پروژې پرمخ بوزي. د دې تر څنګ د دواړو خواوو ترمنځ د ترهګرۍ ضد امنيتي همکارۍ هم بايد په پر له پسې توګه پياوړې شي. چين د کورني امنيت د ساتلو لپاره د افغان حکومت له کوښښونو څخه ملاتړ کوي او غواړي چې د اړوند توان د لوړوالي په موخه افغانستان ته لا زياتې مرستې برابرې کړي.

رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين په دايمي توګه د افغانستان په اړه دوستانه تګلارې پلې کوي او د افغانستان د سوله ييزې بيا رغونې او د ملي روغې جوړې بهير د پرمخبيولو لپاره رغنده رول لوبوي. چين د دې پلوی کوي چې افغانستان د سيمې په اقتصادي همکارۍ او ترانسپورټي پيوستون کې لا زيات رول ولوبوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشراف غني څرګنده کړه چې افغانستان له چين سره خپلې دوستانه اړيکې په مينه ساتي، له چين څخه مننه کوي چې د افغانستان د سوله ييزې بيا رغونې او ملي روغې جوړې له بهير څخه ټينګ ملاتړ کوي او په سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې د چين مهم رول ته په درنه سترګه ګوري. افغانستان په دې هڅه کې دی چې د اقتصاد، سوداګرۍ او امنيت په شمول څو ساحو کې له چين سره خپلې همکارۍ پياوړې کړي، د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز ستاينه کوي او دې ته سترګې په لار دی چې خپله پرمختيايي ستراتيژي له ياد وړانديز سره ونښلوي او د ترانسپورټي پيوستون په شمول د څو ساحو په سيمه ييزې همکارۍ کې برخه واخلي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای