CRI Online

شي جين پينګ له نورسلطان نظربايف سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 18:10:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۸مه نېټه په استانا کې د قزاقستان له ولسمشر نورسلطان نظربايف سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د تېرو ۲۵ کلونو راهيسې د چين او قزاقستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو مثبته قدرداني وکړه او په راتلونکې مرحله کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ مهم لوري او برخې وټاکلې.

رېيس شي جين پينګ وويل، چې سږ کال د چين او قزاقستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۲۵مې کليزې سره برابر دی. دواړو خواوو د لوړ پوړيو چارواکيو ترمنځ تګ راتګ او په نړيوالو چارو کې نژدې همکاري ساتلې او د کليدي مسئلو په اړه يې يو د بل ټينګ ملاتړ کړی دی.

نظربايف د رئيس شي د سفر تود هرکلی وکړ او باور يې وښود چې دغه سفر به د قزاقستان او چين ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکي اړيکې ډېرې ټينګې کړي. قزاقستان هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټ، توليدي توان، صنعتي سيمو، پولي چارو، کرهنې او کلتور په همکاريو کې فعال ګډون وکړي.

دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته د چين او قزاقستان ترمنځ ګډه اعلاميه لاسليک کړه او د سوداګرۍ، پولي چارو او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په شمول د دوه اړخيزو همکاريزو سندونو د لاسليک شاهدان وو. دواړو مشرانو په ګډه له خبريالانو سره هم وکتل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای