د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چې اوس له قزاقستان څخه په خپله رسمي ليدنه بوخت دی، د جون په اتمه نېټه د قزاقستان له ولسمشر نورسطان نظربايف سره د استانا نړيوال نندراتون له چيني ودانۍ څخه ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسيا او اروپا د نړيوال ټرانسپورټ په ويډيويي خبرو کې يې ګډون وکړ.
رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې د چين او قزاقستان ترمنځ د مال وړونکو اورګاډيو په کار لويدل نه يوازې زموږ د دواړو هېوادونو لپاره ګټور وي، بلکې د ټرانسپورټ په ساحو کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې اړوندو هېوادونو ته اسانتياوې او همکاريز فرصتونه برابر کړي. دا د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند او په ۲۱مې پيړۍ په سمندر کې د ورېښمو لارې ترمنځ د تړلو يوه نښه ده. دواړه خواوې په مثبته توګه د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند او د روښانه لارې په نامه د نوې اقتصادي تګلارې ترمنځ د همکاريو لايحه پلې کوي. قزاقستان د اسيا او اروپا ترمنځ ټرانسپورټي محور ګرځېدلی دی او د ختيځو او لويديځو خواوو د سوداګرۍ لپاره مهم رول لوبوي. دواړه هېوادونه بايد د نړيوال ټرانسپورټ په ساحه کې لا ژورې همکارۍ وکړي او د دې سيمې د سمسورتيا لپاره خدمتونه وکړي.
ولسمشر نظربايف په خپله وينا کې لومړی د رئيس شي جين پينګ د ليدنې هر کلی وکړ او د استانا په نړيوال نندارتون کې يې د چين له ګډون څخه يې مننه څرګنده کړه. نوموړي وويل، چې له چيني ودانۍ څخه د شين رنګ ورېښمو لارې په اړه پرمختيايي نظريه څرګندېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ نړيوالې ټرانسپورتي همکارۍ د روښانه لارې په نامه د نوې اقتصادي تګلارې او وزېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند ترمنځ د همکاريو يوه بريالۍ نمونه ده او د اړوندو هېوادونو او سيمو خلک به ورڅخه ګټه واخلي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |