CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تاجکستان له ولسمشر ايمومالي راخمونوف سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-09 14:19:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په نهمه نېټه په استانا کې د تاجکستان له ولسمشر ايمومالي راخمونوف سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ وويل، چې چين او تاجکستان ښه ګاونډي هېوادونه او باوري ستراتيژيک دوستان دي. دواړو هېوادونو د اقتصاد، کرنې، د اساسي تاسيساتو د ابادۍ، انرژۍ او امنيت په برخو کې ښې همکارۍ کړې دي او کوي يې. دغه راز، دواړه هېوادونه د م م او د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټونو کې نژدې همغږۍ کوي. چين او تاجکستان د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په ساحه کې برياليتوب تر لاسه کړی دی او په راتلونکي کې به دواړه هېوادونه د اقتصادي تګلارو او د پرمختيايي ستراتيژيو د تړلو، د متقابل تګ راتګ د پياوړتيا، د توليدي توان د لوړتيا، له مصيبتونو څخه د ژغورنې، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادۍ او د دفاعي چارو او د قانون د اجرا کولو په ساحو کې لا ښې همکارۍ وکړي.

ولسمشر راخمونوف وويل، چې تاجکستان او چين ښه ګاونډي هېوادونه، دوستان او ملګري دي. تاجکستان له چين سره دوستۍ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او په نړيوالو چارو کې د چين مهم رول ته پاملرنه کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۲۵ کلونو راهيسې، دواړو هېوادونو د سياست، اقتصاد، ساينس او تخنيک او کولتور په ساحو کې ښې همکارۍ کړې دي او کوي يې. د تاجکستان پرمختيايي تګلاره د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز سره سمون خوري، تاجکستان به له دغه وړانديز سره د خپلې پرمختيايي تګلارې د تړلو لپاره هڅې وکړي او د متقابل تګ راتګ، برېښنا، کرنې او امنيت په ساحو کې به له چين سره همکارۍ وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای