د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په څلورمه نېټه په مسکو کې د روسيې له صدراعظم ډميتري مدويديف سره وکتل.
رئيس شي وويل، چې اوسمهال د روسيې اقتصاد د سالم پرمختګ په حال کې دی او ټولنه يې ثابته ده. د نړيوال اقتصاد د نرمېدو په وړاندې، چين او روسيه د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونو په ساحو کې ډېرې نژدې همکارۍ کړې دي او کوي يي چې د ليدو وړ ګټې يې تر لاسه کړي دي. چين ټينګه اراده لري چې له روسيې سره همکاري وکړي او د نړيوالو ننګونو د ليرې کولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. چين او روسيه بايد يو د بل څخه ملاتړ وکړي او په لا زياتو ساحو کې همکارۍ وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړي او د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره قوي خوځنده ځواک وګرځي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې روسيه د يو کمربند او يوې لارې پلان د پلي کولو په بهير کې د چين مهم دوست او ملګری دی.
صدراعظم مدويديف له روسيې څخه د رئيس شي جين پينګ د ليدنې تود هر کلی څرګند کړ. نوموړي وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د ښه پرمختګ په حال کې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو ټينګښت نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له اساسي ګټو سره سمون خوري، بلکې د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره هم ګټور دی.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |