CRI Online

شي جين پينګ د جنوبي کوريا له ولسمشر مون جاين سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-06 18:35:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په شپږمه نېټه په برلين کې د جنوبي کوريا له ولسمشر مون جاين سره وکتل.

رئيس شي وويل، چې د جغرافيې له لحاظه چين او جنوبي کوريا نژدې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۲۵ کلونو راهيسې، دواړه هېوادونه يو د بل درناوی کوي او دوه اړخيزو اړيکو يې چټک پرمختګ موندلی دی چې د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه اخلي او دا د دې سيمې د سولې او ثبات لپاره ګټوره ده.

ولسمشر مون جاين وويل، چې جنوبي کوريا له چين سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. دواړه هېوادونه پراخې ګډې ګټې لري او يو د بل ښه دوستان دي.

دواړو مشرانو د کوريايي ټاپووزمې د اوضاعو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. رئيس شي وويل، چې چين له کوريايي ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو، د دغې ټاپووزمې د سولې د ساتلو او د خبرو اترو له لارې د شخړو د ليرې کولو لپاره هڅه کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای