CRI Online

شي جين پينګ د بريکس هېوادونو د مشرانو د غير رسمي غونډې مشري وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-07 18:22:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۷مه نېټه د المان په هامبورګ کې د بريکس هېوادونو د مشرانو په غير رسمي غونډه کې ګډون وکړ او وينا يې وکړه. په دغه غونډه کې د جنوبي اقريقا، برازيل او روسيې ولسمشرانو او د هند صدراعظم هم ګډون کړی و. د پنځو هېوادونو مشرانو د نړيوالو سياسي او اقتصادي حالاتو، د شلو هېوادونو ډلې د مضوعاتو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې او د بريکس هېوادونو د يووالي، د نړيوال اقتصاد د ورخلاصون او ادارې د بشپړتيا او د پر له پسې پرمختګ د پياوړتيا لپاره يې ګډې نظريې وړاندې کړې.

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د بريکس هېوادونه بايد د ورخلاصون او پراختيا پر بنسټ د ګډو ګټو او همکاريو پر رڼا کې يووالی پياوړی کړي، تر څو ګډې ګټې وساتل شي او ګډ پرمختګ موندل شي. لومړی، موږ بايد د نړيوال اقتصاد پر ورخلاصون ټينګار وکړو او څواړخيز سوداګريز نظام وساتو، تر څو ټول خلک د نړيوال اقتصاد له زياتوالي څخه ګټه واخلي. دوهم، موږ بايد پر څواړخيز نظام ټينګار وکړو او په سوله ييزه توګه د سيمه ييزو شخړو او کشالو د ليرې کولو لپاره هڅې وکړو، تر څو په سولې سره ښه ژوند وکړو او په ګډه توګه له نړيوالو ننګونو سره مخامخ مبارزه وکړو. درېيم، موږ بايد د نړيوال اقتصاد د ادارې د پياوړتيا او د نړيوال اقتصاد د عمده فورم په توګه د شلو هېوادونو ډلې د مقام د ټينګېدو لپاره هڅې وکړو، تر څو د تازه سمسور بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره شي. څلورم، موږ بايډ پر ګډ پرمختګ ټينګار وکړو. په هانګجو کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د تر لاسه شويو پايلو د پلې کولو او تر ۲۰۳۰م کال پورې د پر له پسې پرمختګ د اجنډا د عملي پلان د تطبيقېدو لپاره هڅې وکړو، تر څو د پرمختيايي هېوادونو، په تېره بيا د افريقايي هېوادونو د پرمختيايي توان لوړ شي.

نوموړي زياته کړه چې دوه مياشتې وروسته به د بريکس هېوادونو سرمشريزه غونډه د چين په شيامن ښار کې تر سره شي. اوس د دغې غونډې لپاره د چمتوالي کارونه روان دي. هيله لرم چې په دغه غونډه کې د اړوندو هېوادونو له مشرانو سره يو ځای د بريکس هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو او د ښه راتلونکي د جوړېدو تر عنوان لاندې د نظريو ژورې تبادلې وکړو او د بريکس هېوادونو د همکاريو نوی خوځنده ځواک ورکړو، تر څو د نړۍ د ادارې لپاره نوې لايحه پيدا کړو او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړو.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای