CRI Online

شي جين پينګ د بريټانيې له صدراعظمې تريسا مې سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-08 15:26:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۷مه نېټه د المان په هامبورګ کې د بريټانيې له صدراعظمې تريسا مې سره وکتل.

رئيس شي وويل، چې له صدراعظمې تريسا مې سره مې د تېر کال په سپتمبر کې په هانګجو کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې کتلي وو او د چين او بريټانيې ترمنځ د طلايي زمانې د پرمختګ پر طرز ټينګار مو وکړ. د دواړو هېوادونو د ګډو کوښښونو پر رڼا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي باور ژور او په هره ساحه کې همکارۍ نژدې شوې دي. سږ کال د چين او بريټانيې ترمنځ د سفيرانو په کچه د اړيکو د ټينګېدو له پنځه څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له نوې پرمختيايي فرصت سره مخامخ دي. چين غواړي له بريټانيې سره يو ځای د يوويشتمې پيړۍ لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګښت لپاره هڅې وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي.

صدراعظمې تريسا مې وويل، چې بريټانيا د يوويشتمې پيړۍ لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګښت لپاره کوښښ کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د طلايي زمانې د پرمختګ پر طرز ټينګار کوي. چين په مهمو نړيوالو چارو کې د چين اغيزې ته پاملرنه کوي او دواړه هېوادونه په زياتو ساحو کې ګډې ګټې لري. بريټانيې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د عالي رتبه ډيالوګ نظام پر بنسټ د سوداګرۍ، پانګونو، کولتور او امنيت په ساحو کې له چين سره لا نژدې همکارۍ وکړي او د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د حلولو په هکله له چين سره نژدې همغږۍ وکړي. بريټانيه غواړي د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې له اړوندو خواوو سره پولي همکارۍ پياوړې کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای