CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي خبريالانو ته د رئيس شي جين پينګ د تازه سفر په اړه معلومات ورکړل.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-09 17:47:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جولای له درېيمې نيټې څخه تر اتمې نيټې پورې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له روسيې او المان څخه رسمي ليدنې وکړې او د المان په هامبورګ کې د شلو هېوادونو ډلې په دوولسمه سرمشريزه غونډه کې يې ګدون وکړ. د دغه سفر د پای ته رسېدو په وخت کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي خبريالانو ته د دغه سفر په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وويل، چې دغه سفر د اوسنيو پيچليو نړيوالو اوضاعو په وړاندې د لويو هېوادونو ترمنځ يوه ډيپلوماتيک ناسته وه. له روسيې څخه د رئيس شي ليدنې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې اړيکې او مؤثرې همکارۍ پياوړې کړې. له المان څخه د رئيس شي ليدنې د دواړو هېوادونو او د چين او اروپا ترمنځ اړيکې ټينګې کړې. په هامبورګ کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د رئيس شي ګډون د نړيوال اقتصاد د ادارې لپاره خوځنده ځواک ورکړ. له دغه سفر څخه له دوستانو سره د اړيکو د نژدې کېدو او پر څواړخونو غوښتونکې د ټينګولو رويې څرګندېږي. دغه سفر له نورو هېوادونو سره يو ځای د امنيت د ساتلو، د ګډ پرمختګ د پياوړتيا او د پيچليو نړيوالو اوضاعو د ثبات لپاره ښه زمينه برابره کړه چې د نړيوالو اقتصادي ستونزو د ليرې کولو او د نړيوالې ادارې د پياوړتيا لپاره ګټور دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای