د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جولای په نهمه نېټه، چين د لومړي ځل لپاره د سونګ يخونو د ايستلو ازموينه پای ته ورسېده او په بريالي ډول يې د سونګ يخونو څاه بنده کړه.
د چين د جيولوجيکي څېړنيزې ادارې د عمومي انجنير مرستيال يه جيان ليانګ وويل، دغه ازموينه د مې په لسمه نېټه پېل شوه او تر اوسه پورې د شپېتو ورځو لپاره يې دوام کړی دی او په عمومي ډول له څاه څخه د دری لکو مکعب مترو په اندازه ګاز ايستل شوی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |