CRI Online

د چين د ولسي ازادۍ بښونکي اردو د جوړېدو د نويمې کاليزې د لمانځنې لپاره عسکري رسم ګذشت شروع شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-30 09:15:52

عسکري رسم ګذشت چمتو شوی دی.

د چين د ولسي ازادۍ بښونکي اردو د جوړېدو د نويمې کاليزې د لمانځنې لپاره عسکري رسم ګذشت شروع شو.

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روان کال د اګست لومړۍ نېټه د چين د ولسي ازادۍ بښونکي اردو د جوړېدو له نويمې کاليزې سره برابره ده. د جولای د ۳۰مې نېټې د سهار په نهو بجو د دغې ورځې د لمانځنې لپاره عسکري رسم ګذشت د چين د جو ژي هه په مرکز کې پيل شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځي مرکزي کمېسيون رئيس شي جين پينګ به په کې ګډون وکړي او يوه مهمه وينا به وکړي. دا د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې لومړی ځل دی چې د ولسي ازادۍ بښونکي اردو د جوړېدو په مناسب عسکري رسم ګذشت تر سره کېږي. دغه راز، دا د چين د ملي دفاعي چارو او د اردو د اصلاحاتو له پلي کېدو وروسته لومړی عسکري رسم ګذشت هم دی.

د چين د پوځي کارپوهانو په اند، دغه رسم ګذشت يو پوځي تمرين هم دی او ټول ګډون کوونکي سرتيري او لارښوونکي له جنګي ځواکونو څخه راغلي دي چې ورڅخه رښتيني جنګي توان څرګندېږي.

د معلوماتو له مخې، د جو ژي هه مرکز د چين په داخلي مغوليستان کې پروت دی او پراخوالی يې له يو زر کيلومترو مربع څخه زيات دی چې په اسيا کې د پوځي روزنې ډېر لوي او عصري مرکز دی. له ۲۰۱۴م کال څخه ډېر زيات لوي پوځي تمرينونه په دغه مرکز کې تر سره شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای