CRI Online

د چين د ولسي ازادۍ بښونکي اردو د جوړېدو د ۹۰مې کاليزې د لمانځنې لپاره عسکري رسم ګذشت تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-30 11:13:54

په رسم ګذشت کې د الوتکو انځورونه

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي ازادۍ بښونکي اردو د جوړېدو د ۹۰مې کاليزې د لمانځنې لپاره عسکري رسم ګذشت د جولای د ۳۰مې نېټې په سهار د چين د جو ژي هه په مرکز کې تر سره شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځي مرکزي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه. دا د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو راهيسې لومړی ځل دی چې د ولسي ازادۍ بښونکي اردو د جوړېدو په مناسب عسکري رسم ګذشت تر سره کېږي. څه باندې لس زره تنو سرتيريو او افسرانو پکې ګډون درلود او ۱۲۹ الوتکې او ۵۷۱ وسلې او تجهيزات پکې ښودل شوي دي چې له دې جملې څخه د ۴۰٪ تجهيزات د لومړي ځل لپاره ښکارېږي.

د رسم ګذشت له پيل نه وروسته، د بيرغ ساتونکي ډلې، د يادګري نښان ډلې، د ځمکني جنګي ډلې، د مخابراتي جنګي ډلې، د ځانګړي جنګي ډلې، د هوايي دفاع او د توغنديو د مخنيوي ډلې، په سمندر کې د جنګي ډلې، د هوايي جنګي ډلې، د عمومي لوژيستيک ډلې، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ډلې او د ستراتيژيکې جنګي ډلې په شمول نهه بېلا بېلو قطعاتو ګامونه پورته کړي دي. ورپسې ګډون کوونکو سرتيريو او افسرانو د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي، د دولت رئيس او د پوځي مرکزي کمېسيون د رئيس شي جين پينګ مهمه وينا واوريده او تودې او اوږدې چکچکې يې وکړې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای