CRI Online

د نړۍ لومړی د لوړ جګوالي د کنګلي ځمکو په سيمه کې پوخ سړک په کار ولويد

cri     (GMT+08:00) 2017-08-02 15:48:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په لومړۍ نېټه د نژدې ۷ کلونو له ابادۍ وروسته د چين په چينګ های ولايت کې د ګونګ هه او يو چو ترمنځ پوخ سړک په رسمي توګه په کار ولويد. دا په نړۍ کې لومړی پوخ سړک دی چې د لوړ جګوالي د کنګلي ځمکو په سيمه کې جوړ شوی.

نوموړی پوخ سړک د لوړ جګوالي او په سخته سړه سيمه کې پروت دی، ۳۶ سلنه برخه يې د کنګلي ځمکو په سيمه کې تيريږي چې د دې برخې اوږدوالی ۲۲۷ کيلومتره دی. په کنګلي ځمکو کې د پوخ سړک د جوړولو تکنالوژي په چين کې حتی په ټوله نړۍ کې بې سارې ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای