CRI Online

د چين د سمندري پوځ د سوله ييزې کښتۍ په نوم طبي بيړۍ له سريلانکا څخه د ادن خليج په لور وخوځېده

cri     (GMT+08:00) 2017-08-10 15:43:39

 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سمندري پوځ د سوله ييزې کښتۍ په نوم طبي بيړۍ د اګست په نهمه نېټه له سريلانکا څخه د ادن خليج په لور وخوځېده.

سريلانکا ته د سفر په وخت کې، د چين او سريلانکا سمندري پوځونو د طبي مرستو ګډ تمرينونه تر سره کړل، يو زرو يو سل او شپېته سريلانکايي او چيني شخصيتونو له دې بيړۍ څخه ليدنه وکړه چې له دې جملې نه اوه اتيا تنو يې بدني ازموينه تر سره کړه، او د پنځه سوه او شپږو تنو يې درملنه وکړه. (شکريه)

 

 

 

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای