CRI Online

چين تر اوسه پورې د نړيوالې ټولنې لپاره ۵۵ځلې د راکټونو سوداګريزې توغونې برابرې کړې دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-31 16:01:21

د سين هوا اژانس د چين د هوانوردۍ تخنيکي ډلې په قول خبر ورکړ، چين د هوانوردۍ په برخه کې خپلې نړيوالې همکارۍ ژورې کړې چې تر اوسه پورې يې د راکټونو د ۵۵ ځلې سوداګريزې توغونې تر سره کړې دي.

د چين د هوانوردۍ تخنيکي ډلې يو مسؤل ښاغلي سه يوان د هوانوردۍ سوداګريزو چارو په ۳م لوړ پوړي فورم کې وويل چې د چين هوانوردۍ چارې په عمده توګه نورو هېوادونو ته د راکټونو په صادرولو او د راکټ توغولو دوو لارو چارو د نړيوالې ټولنې په سيالۍ کې ګډون کوي. د ۲۱مې پېړۍ له پيل راهيسې چين د نايجريا، پاکستان، بلاروس او لاوس په شمول څو هېوادونو ته د راکټونو د توغولو خدمتونه برابر کړي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای