CRI Online

د بريکس هېوادونو ترمنځ واقعي همکاري د دغو هېوادونو اقتصادي ګرځنده ځواک په خوځښت راولي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-05 16:36:00

د بريکس هېوادونو نهمه سرمشريزه غونډه د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د چين په شامن ښار کې تر سره شوه.په دې غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا او تصويب شوې د شيامن اعلاميه د پاملرنې وړ ده.د کارپوهانو په اند رئيس شي جين پينګ په راتلونکو طلايي لسو کلونو کې د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د دوام په هکله وړانديز وکړ يعنې بريکس هېوادونه به د واقعي همکارۍ له لارې اقتصادي ګرځنده ځواک په خوځښت راولي او په فعاله توګه بايد په نړيواله اداره کې ګډون وکړي.

د نړيوالو مسئلو په هکله د چين د څېړنيز انسټيټيوټ مرستيال ګوو شيان ګانګ دا نظر لري چې په اقتصادي چارو کې واقعي همکاري په تېرو لسو کلونو کې د بريکس هېوادونو د چټک پرمختګ يو مهم عوامل دی .رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې د بريکس ميکانيزم د پرمختګ لامل دا دی چې مختلف هېوادونه په هغه لور د روانېدو په حال کې کوم چې له خپلو مشخصاتو سره سمون لري،يو له بل سره مرستې کوي.نو ځکه بريکس هېوادونه بايد په راتلونکو لسو کلونو کې خپلمنځي همکارۍ ته دوام ور کړي.هغه وويل(اواز.........) په راتلونکو لسو کلونو کې به د بريکس هېوادونو لپاره په تېرو لسو کلونو کې راغونډې شوې همکاريزې تجربې ډېرې مهمې وي.زما په اند واقعي همکاري دا معنی لري چې بريکس هېوادونه بايد د زمانې له پرمختيايي حالت سره سم د اقتصادي جوړښت اصلاحات تر سره کړي او د نوښت او لارښوونې رول دې ولوبوي چې په پايله کې به د دغو هېوادونو ترمنځ همکاري نوي پړاو ته ورسيږي.

واقعي همکاري د شامن اعلاميې يوه مهمه برخه ده.د چين د خلکو پوهنتون د چونګ يانګ په نوم د پولي چارو څېړنيز انسټيټيوټ اجرائيوي مشر وانګ ون وويل چې په دې اعلاميه کې راغلي چې سوداګريزه پانګونه او همکاري د بريکس هېوادونو د اقتصادي خوځنده ځواک د راوستلو لپاره ګټوره ده چې دا په دغو هېوادونو کې د لازيات پرمختګ موندلو لامل هم دی.هغه وويل (اواز.........) د بريکس هېوادونو پټ ځواک په پوره توګه نه دی کارول شوی چې عمده برخه يې سوداګري او پانګونه ده.په متقابلو هېوادونو کې پانګونه لاهم کمه ده او يوازې شپږ سلنه يې په پنځو هېوادونو کې ليدل کيږي.سوداګريز حالت هم همداسې ور ته دی او يوازې يوه په شپږمه برخه بهرنۍ سوداګري په پنځو هېوادونو کې کيږي چې دغه انډول د بريکس هېوادونو له اقتصادي اندازې او نفوسو سره سمون نه لري.رښتيا ده چې په دغو هېوادونو کې پرمختيايي امکانات ډېر دي.د اقتصادي همکارۍ پياوړتيا به د بريکس ميکانيزم د لابشپړېدو سبب وګرځي.

په نهمه سرمشريزه غونډه کې رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د بريکس پنځه هېوادونه بايد د ډېرو سترو مسئلو د حل وفصل لپاره خپله هڅه وکړي تر څو د دغو هېوادونو ګډې ګټې وساتي.د ښاغلي ګوو په اند د پرمختللو ستراتيژيو پيوستل په راتلونکي پرمختګ کې د بريکس ميکانيزم يوه بېړنۍ دنده ده، يوازې د پرمختګ په اړه ستراتيژۍ پيوست شي، نو په نړيواله ټولنه کې به د بريکس هېوادونو اغيزه تر زياتې اندازې پورې لوړه شي چې دا په نړيواله اداره کې د دغو هېوادونو له فعال ګډون سره تړاو هم لري.هغه وويل (اواز..........)په تېرو لسو کلونو کې بريکس هېوادونو په دې برخه کې ځينی کارونه ترسره کړي ، خو لاهم کافی نه دي.نو بايد د پرمختګ په اړه ستراتيژي پيوست نه شي چې په پايله کې به د بريکس هېوادونو په منځ کې يوه لويه ستراتيژي جوړه شي چې دا د دغو هېوادونو د پرمختګ لپاره ډېره ګټوره ده او په نړيواله اداره کې د دغو هېوادونو د ګډون لپاره هم مهم رول ولوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای