د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د نولسمې عمومي غونډې له جوړېدو مخکې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې په تېرو ۵ کلونو کې د چين د سترو برياليتوبونو په اړه جوړ شوي لوي نندارتون څخه ليدنه وکړه.نوموړي وويل چې د کمونېست ګوند د ۱۸مې عمومي غونډې راهيسې د کمونېست ګوند په مشرۍ د بېلا بېلو قومونو خلکو د چيني ځانګړتيالرونکو سوسياليستي چارو د ابادولو لپاره کوښښ کړی او اوس د خلکو ژوندانه سويه ډېره لوړه شوې ده.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو دايمي غړي لي که چيانګ،جانګ ده جيانګ،يو جنګ شنګ،ليو يون شان،وانګ چي شان او جانګ ګاو لي هم له ياد نندارتون څخه ليدنه وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |