CRI Online

د چين د کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس مطبوعاتي مرکز به د اکتوبر په يوولسمه نيټه په خدمتي کارونو پيل وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-29 16:13:12

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس مطبوعاتي مرکز به د راتلونکي اکتوبر په يوولسمه نيټه په خدمتي کارونو پيل وکړي. دغه مطبوعاتی مرکز به د بېجينګ په ميډيا هوټل کې شتون ولري.

دغه مطبوعاتي مرکز به د هانکانګ، مکاو او تايوان سيمو او د بهرنيو خبريالانو لپاره د مرکې ليسانسونه جوړ کړي، د مرکې غوښتنې به يې وړاندې کړي او د ياد ملي کانګرس په اړه به خبري ناستې مطبوعاتي غونډې ترتيبوي. برسيره پر دې، د دې مطبوعاتي مرکز رسمي ويبپاڼه او د ويچټ نمبر به هم پرانيستل شي او خبريالانو ته به اړين مالوماتي خدمتونه او تخنيکي ضمانت وړاندې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای