د چین د کمونېست ګوند د ۱۸ مې دورې مرکزي کمیټې ۷ مه غونډه د روانې میاشتې له ۱۱ مې نیټې څخه تر ۱۴ نیټې پورې په بیجینګ کې ترسره شوه. د سین هوا اژانس نن په ورکړل شوی صلاحیت سره د دغې غونډې اعلامیه خپره کړه.
په دغه غونډه کې د مرکزي کمیټې ۱۹۱ تنو غړو او ۱۴۱ تنو نامزدو غړو ګډون کړی دی. د دسپلین د څارنې مرکزي کمیټې غړي او اړوندو څانګو مشران په دغه غونډه کې هم حاضر وو. د مرکزي کمیټې عمومي منشي شي جین پینګ مهمه وینا وکړه. په دغه غونډه کې پریکړه شوې ده چې د چین د کمونېست ګوند د ۱۹ م ملي کانګرس به د روانې میاشتې په ۱۸ مه نیټه په بیجینګ کې ترسره شي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |