د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس به د اکتوبر په اتلسمه نيټه پرانيستل شي. د اکتوبر د ۱۵مې نېټې د شپې تر اتو بجو پورې د شان شي، فو جيان، هه نان، لياو نينګ او داخلي مغولستان په شمول د څه باندې لسو ولايتونو د استازو پلاوي بېجينګ ته رسېدلي دي او نور استازي به ډېر ژر راورسېږي.
د مالوماتو له مخې، د دې د ضمانت لپاره چې دغه استازي پر وخت په دې کانګرس کې ګډون وکړي، هوايي شرکتونو او د اوسپنيزو لارو په شمول اړوندو ادارو او هوټلونو په جدي توګه ترتيبات ترسره کړي دي. اوس اړوند کارونه روان دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |