CRI Online

د ملي ولسي کانګرس په دایمي کمیټه د ګوند ډلې غونډه جوړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-16 21:32:03
د ملي ولسي کانګرس په دایمي کمیټه د ګوند ډلې غونډه جوړه کړه

د ۱۲م ملي ولسي کانګرس په دایمي کمیټه د ګوند ډلې د روانې میاشتې په ۱۶ نیټه غونډه جوړه کړه چې د ګوند د ۱۸ مې مرکزي کمیټې د ۷ مې غونډې د روحیې زده کړه وکړه. د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو د دایمي کمیټې غړي ، د ملي ولسي کانګرس د دایمي کمیټې مشر او په یاده ګوندي ډله کې منشي جانګ ده جیانګ د دغې غونډې مشري وکړه او وینا یې هم وکړه. په دغه غونډه کې ويل شوي چې د ګوند د ۱۸ مې مرکزي کمیټې ۷ مه غونډه د ۱۹ م ملي کانګرس له جوړیدو نه مخکې یوه مهمه غونډه وه. موږ باید په ژوره توګه د دغې غونډې او د عمومي منشي شي جین پینګ د مهمو ویناوو روحیې زده کړه وکړو، باید د شي جین پینګ په هسته د مرکزي کمیټې د پریکړو او ترتیباتو سره سم خپل افکار او عملیات سم کړو، باید سیاسي مسولیت او تاریخي رسالت احساس پیاوړی کړو او باید په نوی رویې او ښه دریځ سره د ګوند د ۱۹ ملي کانګرس هرکلی وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای