CRI Online

د چين د کمونيست ګوند په ملي کانګرس کې د چين د پرمختګ نقشې جوړېږي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-17 15:44:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس به د اکتوبر په اتلسمه نيټه په بېجينګ کې پرانيستل شي. د چين د واکمن ګوند د لوړپوړې لارښوونکې ادارې په توګه، دا ډېره د پاملرنې وړ ده چې دغه کانګرس به څنګه د چين د راتلونکي پرمختګ لارښوونې وکړي. د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې پوهنتون پروفيسر يان شو هان وايي، د چين د کمونيست ګوند ملي کانګرس د چين د ځانګړي سوسياليزم په پرمختګ کې ډېر مهم رول لوبولی دی. د تېرو کانګرسونو په يادولو سره مو دا پيدا کړې چې د چين د کمونيست ګوند د وګړيو د ژوند سويې د لوړولو او د هېواد د ابادۍ لپاره په دوامداره توګه نقشې جوړې کړې دي.

د چين د کمونيست ګوند د جوړېدو له ۹۶ کلونو راهيسې، د چين د کمونيست ګوند ملي کانګرسونه ټول د تاريخ په مهمو مرحلو کې ترسره شوي. پروفيسر يان شو هان وويل، د چين د کمونيست ګوند د ملي کانګرسونو تاريخي رول د تېرو تجربو راغونډول او راتلونکی پلانول دي. ده وويل

(( کمونيست ګوند د تجربو راغونډولو ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې، څرنګه چې د ځانګړي سوسياليزم پرمختګ پخوانۍ تجربې نه شته. زموږ ډېر نظامونه د تجربو د راغونډولو په وسيله تر لاسه شوي او د راتلونکو کارونو لپاره يې لارښوونې کړي او د راتلونکي پرمختګ د پلانولو لپاره يې ډېر ښه بنسټ ايښی دی. د کمونيست ګوند په هر ملي کانګرس کې د نظريو او عملياتو په برخو کې د ستاينې وړ ټکی ليدل کېدل چې له دې څخه د چين د ځانګړي سوسياليزم د پرمختګ په بهير کې د کمونيست ګوند د ملي کانګرس مهم رول ښکاري. ))

د ۱۹۷۸ کال په پای کې د چين د کمونيست ګوند د يوولسم ملي کانګرس په درېيمه عمومي غونډه کې د سوسياليزم د عصري کېدو جوړونه د کمونيست ګوند او هېواد د عمده کارونو په توګه ټاکل شوې او په دې اساس چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون نوې موده پيل شوې ده. ور پسې د کمونيست ګوند په اوو ملي کانګرسونو کې د چين ځانګړي سوسياليزم د مشر دنګ شياو پينګ لخوا له وړاندې شوې يوې نوې موضوع څخه په کړنو کې په پر له پسې توګه بشپړه شوې او اوس په ګرده نړۍ کې د ليدو وړ چيني لاره ګرځېدلې ده. د کمونيست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې، د چين ځانګړی سوسياليزم د پرمختګ نوې مرحلې ته رسېدلی او اصلاحاتو او ورخلاصون او د سوسياليزم د عصري کېدو جوړونې يې تاريخي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. پروفيسر يان په دې اړه وايي

((د کمونيست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې په تېرو پنځو کلونو کې د زده کړې وړ تجربې ډېرې دي. د مثال په توګه، د پرمختګ نوې نظريې يعنې نوښتي پرمختګ،همغږی پرمختګ، د چاپيريال ساتونکی پرمختګ، پرانيستی پرمختګ او شريکوونکی پرمختګ، د پرمختګ دغه پنځه نظريې سره يو ځای شوې او د چين د ځانګړي سوسياليزم د راتلونکي پرمختګ لپاره يې لارښوونې کړي دي، دا د نظريو او عملي کړنو په برخه کې يو لوی نوښتي عمل دی.))

پروفيسر يان شو هان وويل، د پرمختګ نقشه په لا ښه توګه جوړه شي، له دې جملې څخه د چين د سياسي نظام ستره او څرګنده وړتيا ښکاريږي. د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس د نړيوالې ټولنې ډېرې پاملرنې راجلب کړي، نوموړي په دې اړه وويل

(( دغه ملي کانګرس ډېر د پاملرنې وړ دی، څرنګه چې دغه کانګرس په يوه مهمه تاريخي موده کې دی يعنې د لومړۍ سل کاليزې موخې د برياليتوب تر لاسه کولو کلي وخت دی چې تر ۲۰۲۰ کال پورې بايد په چين کې پوره شتمنه ټولنه جوړه شي. برسيره پر دې، دغه ملي کانګرس د دوهمې سل کاليزې مودې د پيل په موده کې هم دی چې د چين د راتلونکي پرمختګ لپاره به مهم پلانونه جوړ کړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای