CRI Online

د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس په بېجينګ کې پرانيستل شو او د دغه ګوند عمومي منشي شي جين پينګ پکې راپور شريک کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 14:11:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس د اګست په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د دغه ګوند عمومي منشي شي جين پينګ د اتلسمې دورې مرکزي کميټې په استازيتوب دغه کانګرس ته يو راپور وړاندې کړ. هغه د ګوند له ټولو غړيو څخه غوښتنه وکړه چې خپله اصلي اراده هيره نه کړي، خپله دنده کلکه په ياد وساتي او په هراړخيزه توګه د شتمنې ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي، تر څو په هره ساحه کې د سوسياليستي عصري هېواد د ابادۍ نوې پروسه پيل شي.

نوموړي د دغه کانګرس څه باندې دوه زره او درې سوو تنو استازو ته کوم چې د چين کمونېست ګوند له ۸۹ ميلونو غړيو څخه انتخاب شوي، وويل، د چين کمونېست ګوند د غړيو اصلي اراده او دنده د چين د خلکو د نيکمرغه ژوند ساتل او د چيني ملت د بيا سمسورتيا موندل دي. د چين ځانګړتيالرونکی سوسياليزم د اوږدو مودو د کوښښونو پر بنسټ نوې مرحلې ته ننوتلی دی او دا د چين د پرمختګ په اړه نوی تاريخي طرز دی.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې په نوې زمانه کې د چيني ملت بيا سمسورتيا د چين کمونېست ګوند تاريخي دنده ده. نو دغه ګوند او د چين خلک بايد د نوې زمانې لپاره د چين پر هغو ځانګړتيالرونکو افکارو او اصولو ټينګار وکړي کوم چې د دغه ګوند د اتلسم ملي کانګرس راپدېخوا رامنځته شوي دي. د يادو اصولو له مخې به تر ۲۰۲۰م کال پورې چين کې پوره شتمنه ټولنه جوړه شي، تر ۲۰۳۵م کال پورې به سوسياليستي عصري پروسه په بنسټيزه توګه پلې شي، د روانې پيړۍ تر نيمايي پورې به چين د سمسور، قوي، ډيموکراتيک، مدني، همغږي او ښکلي سوسياليستي عصري هېواد په توګه اباد شي.

نوموړي وويل، چې د چين کمونېست ګوند غړي تل د بشريت د پرمختګ لپاره هڅې کوي، تل پر سوله ييزې پرمختيايي لارې ټينګار کوي او غواړي چې د نورو هېوادونو له خلکو سره يو ځای د بشريت د برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ګډ زيارونه وباسي. چين به د هېواد د ابادولو په هکله دولتي دروازه پراخه کړي، د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د نړۍ د ادارې پر نظر به ټينګار وکړي، د يو مسؤلانه هېواد په توګه به د نړۍ د اداري سيستم په اصلاحاتو کې ګډون وکړي او له نړۍ سره به د خپلو پوهو او قوتونو د شريکولو لپاره هڅې وکړي.

د معلوماتو له مخې، دغه اووه ورځنی کانګرس به د دغه ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې او د ډسپلين څارونکې مرکزي کميټې کاري راپورونه او د دغه ګوند د منشور تعديل نامه وسنجوي. بر سېره پردې، په دغه کانګرس کې به د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي کميټې او د ډسپلين د نوې دورې څارونکې مرکزي کميټې غړي وټاکل شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای