CRI Online

د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس لومړنۍ خبري ناسته کې د ګوند د ابادۍ او ادارې په اړه معلومات شريک شول.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-20 09:34:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس مطبوعاتي مرکز د اکتوبر د ۱۹مې نېټې په سهار لومړۍ خبري ناسته جوړه کړه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د دسپلين څارونکې کميټې مرستيال، د څارنې څانګې مشر او د فساد ضد د مبارزې د دولتي ادارې مشر يانګ شياو دوو او د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تنظيمي څانګې مرستيال چي يو په دغه غونډه کې د دغه ګوند د ابادۍ او ادارې په اړه معلومات شريک کړل او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

ښاغلي يانګ شياو دوو وويل، د دغه ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې، د چين د دسپلين او څارنې ارګانونو ۲مليونه ۶لکه او ۷۴زره موضوعات څارلي دي، ۱مليون ۵لکه او ۴۵زره قضيې يې تائيد کړي دي، ۱مليونو۵لکو او ۳۷زرو کسانو ته يې تعزيرات ورکړي دي او د عدليې ارګانونو او محکمو ته يې ۵۸زره شکمن کسان انتقال کړي دي. د ګوند د ادارې تدبيرونه لا کلک او جدي دي.

ښاغلي چي يو وويل، د چين کمونېست ګوند د بېلا بېلو کچو ډلې د بې وزلۍ له منځه وړلو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او بې وزلو کليو ته يې د کليو په کچه د ګوندي کميټې د منشي په توګه ۱۹۵ زره تنه چارواکي ليږلي دي. دغه راز، په دغه کانګرس کې به د چين کمونېست ګوند منشور تعديل شي. دا د زمانې سره سم د ګوند د مفکورو پرمختګ دی او د ګوند او هېواد د چارو د پرمختيايي اړتياوو، د ګوند د ابادۍ د نويو سترو پروژو د اړتياوو او د دغه کانګرس د رويې د عملي کولو د اړتياوو له مخې تر سره کېږي چې د نوښت په اړه د ګوند د نويو مفکورو تر لارښوونې لاندې د ګوند د ټولو غړيو د يو لاس کېدو لپاره ګټور دی.

د معلوماتو له مخې، د دغه کانګرس وياند او د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر مرستيال ګوه وي مين د دغې ناستې مشري وکړه او څه باندې ۲۹۰ چيني او بهرنيو خبريالانو پکې ګډون درلود.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای