CRI Online

د چيني مسئلو په اړه د ايران کارپوه: د چين د دواړو سليزو کلنو موخو تر تاثيراتو لاندې راغلي يم.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-20 11:47:42

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو او د دغه ګوند عمومي منشي شي جين پينګ د دغه ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې په استازيتوب يو راپور شريک کړ چې د چيني او بهرنيو عامو افکارو پاملرنې يې راجلبې کړې دي. د ايران د تهران د نړيوالو مسئلو اکاډمۍ د چين او ختيځې اسيا مسئلو په اړه لوړ پوړې څيړونکي محمد رضا بارخورداري د دغه راپور له لوستلو نه وروسته وويل، چې هغه د چين د دواړو سليزو کلنو موخو تر تاثيراتو لاندې راغلی دی او هغې کلمې ته يې ډېره پاملرنه کړې ده چې چين د چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليستي نوې زمانې ته ننوتلی دی.

نوموړي وويل، چې په تېرو څلويښتو کلونو کې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په پلې کولو سره خپل پرمختيايي لاره پيدا کړې ده چې دا چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليستي لاره ده. چين يوازې په دغه لاره کې د ګام پورته کولو په وسيله دواړې سليزې کلنې موخې تر سره کولای شي.

زه د ښاغلي شي جين پينګ هغې کلمې ته ډېره پاملرنه کوم چې چين د چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليستې نوې پرمختيايي زمانې ته ننوتلی دی. دا ډېر اهميت لري، ځکه چې چين يوه مناسبه لاره يعنې چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليستې لاره پيدا کړې ده. له دې څخه څرګندېږي چې عمومي منشي شي جين پينګ او د چين کمونېست ګوند مشرتابه پوهېږي چې که څه هم دغه لاره مناسبه ده، خو دغه لاره هواره نه ده او پکې ځيني خنډونه موجود دي، نو دغه ګوند بايد د دغو خنډونو په له منځه وړلو سره دغه لاره هواره کړي، تر څو دغه لاره د عصري کېدو له حالاتو سره سمون وخوري. زما په اند، دا يو نوی پيل دی. په راتلونکو لسو کلونو کې به چين له لا زياتو عصري لارو چارو د خپل هېواد د بېلا بېلو ساحو پرمختګ پياوړی کړي او له نورو هېوادونو سره به اړيکې ټينګې کړي.

ښاغلي محمد رضا بارخورداري د تېرۍ پيړۍ په نهمه لسيزه کې د دوو کلونو لپاره د بېجينګ د ژبو په پوهنتون کې زده کړه کړې او د څلورو کلونو لپاره يې په چين کې د ايران په ارګانونو کې کار کړی دی. سږ کال هغه د چين په اړه درې کتابونه چاپ کړي دي. نوموړي وويل، چې چين د يوه ګړندي اورګاډي په شان په سمه پټلۍ کې حرکت کوي. هغه وويل،

له عمومي لحاظه، له دغه راپور څخه څرګندېږي چې اوسمهال د چين پرمختيايي حالات ښه دي، خو د پرمختيا سرعت د نور چټکتيا لپاره دې ځينې مسئلې حل شي. مثلاً، فساد، د شاوخوا سيمې امنيت او داسې نور. ښاغلي شي جين پينګ په خپل راپور کې د يادو مسئلو د حلولو او د چين د قوي کېدو په اړه تدبيرونه څرګند کړل.

ښاغلي بارخورداري په تېرو لنډو مودو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د هېواد د ادارې مفکورو په اړه کتاب ولوست، د دغه کتاب د يادونې په وخت کې يې وويل،

د دغه کتاب له لوستلو نه وروسته، زه په دې نظر يم چې په تېرو پنځو کلونو کې د ښاغلي شي جين پينګ لخوا پلې شوي تدبيرونه لازم دي او په دې نسبت چين لا قوی شوی دی. له دې جملې څخه يوه برخه د فساد ضد مبارزه ده. په تېرو پنځو کلونو کې دغو تدبيرونو ښې نتيجې تر لاسه کړې دي. بر سېره پردې، له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو په ساحه کې چين د شاوخوا سيمو د امنيت او ثبات د ساتلو لپاره ښه کار کړی دی.

نوموړي وويل، چې د ښاغلي شي جين پينګ لخوا د چين د اميد د تر سره کېدو موخه د چينايانو خوځنده ځواک ګرځېدلی دی. هيله لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې چين خپل اميد تر سره کړي او د ايران او چين ترمنځ اړيکې لا نژدې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای