CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس استازي: د کلتوري تګ راتګ پياوړتيا د مختلفو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم او دوستۍ د ژوروالي مهمه لار ده

cri     (GMT+08:00) 2017-10-21 13:14:10

د اکتوبر په شلمه نېټه، د کلتور او هنر په برخو کې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس استازو له کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره ملاقات کې د فرهنګي پرمختګ او نوښت په اړه معلومات ورکړل.

د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس استازي او د چين نړيوالې راډيو د لويديځې اسيا او افريقا څانګې مشر شيا يونګ مين وويل، چې کلتور د مختلفو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم او دوستۍ مهمه لار ده او بهرنيو ته د خپرونې ښه موضوعات هم دي. د تېرو کلونو راهيسې، د چين نړيوالې راډيو د تلويزيوني خپرونو او فلمونو د ژباړلو په شمول يو لړ کلتوري فعاليتونه تر سره کړي او د چين او نورو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې يې زياتې کړې دي.

نوموړي د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو پراته هېوادونه د ټولنيز نظام، پرمختيايي لارو او دودونو په برخو کې توپيرونه لري، د ځينو سوتفاهمونو رامنځته کېدل عادي دي. کلتوري تګ راتګ د يو کمربند او يوې لارې په پنځو غوښتنو کې يوه مهمه برخه ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای