CRI Online

د خندا او چکچکو تر شا د مختلفو کولتورونو ترمنځ تګ راتګ شته.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-21 16:20:51

 


د چين کمونېست ګوند د ۱۹ ملي کانګرس استازی او د چين نړيوالې راډيو د لويديځې اسيا او افريقا مرکز مدير شيا يونګ مين: د کيسو په ښه ويلو سره دې د بېلا بېلو هېوادونو د اوريدونکو او لوستونکو ترمنځ يو له بل سره ښه تفاهم وشي څو چې دوی د نورو هېوادونو او ملتونو په ارزښتناکو نظرونو او په مختلفو هېوادونو کې د بېلا بېلو پرمختيايي لارو او ټولنيزو نظامونو د انتخابېدو په لازمو لاملونو پوه شي.

د ښاغلي شيا وينا:

ګرانو دوستانو! زه شيا يونګ مين يم او د چين له نړيوالې راډيو څخه راغلی يم. زه د نړيوالو خپرونو په برخه کې په ترکي ژبه کار کوم. د بېلا بېلو کولتورونو ترمنځ د تبادلو او خپرونو پياوړتيا زما عمده کار دی.

زياتو دوستانو ته به ياد وي چې په ۲۰۱۳م کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له تانزانيا څخه د رسمي ليدنې په وخت کې د داليس سلامنلير د غونډو په نړيوال صالون کې يوه وينا وکړه او ويې ويل، چې (( (د مېرمن ښه زمانه) تر عنوان لاندې د چين ټلويزيوني ډرامه په تانزانيا کې خپره شوې ده او د تانزانيا خلک له دې لارې د چينايانو د ژوند په رښتيني حالاتو وپوهېده.)) کله چې رئيس شي جين پينګ دغه خبرې وکړې، په دغه صالون کې زياتو ګډونوالو خندا او چکچکې وکړې. زما په اند، د دوی له خندا او چکچکو څخه څرګندېږي چې دغه ډرامه د تانزانيا د خلکو لخوا کتل شوې او منل شوې ده.

دغه شان مثالونه زيات دي. مثلاً، په مصر کې د (جين تای لانګ) نيکمرغه ژوند په نامه ډرامه، په ميانمر کې د پلار او مور د مينې په نامه ډرامه او داسې نور. له داسو مثالونو څخه څرګندېږي چې موږ بايد په هغو ژبو لارو چارو کار وکړو چې د اوريدونکو خوښېږي، خپله کيسه ووايو او دغه کيسه به د اوريدونکو لپاره د منلو وړ وي.

زما په اند، د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د نړيوالو خپرونو په بهير کې کولتور د خلکو د زړونو د تبادلې مهمه لاره او صحنه ده، په عين وخت کې کولتور هم د بهرنيو خپرونو لپاره ښه محتويات دي. يعنې موږ بايد د خپل کولتور عصاره پيدا کړو او د دغو عصارو په اړه کيسې خپرې کړو، تر څو د بېلا بېلو هېوادونو د اوريدونکو او لوستونکو ترمنځ يو له بل سره ښه تفاهم وشي او دوی د نورو هېوادونو او ملتونو په ارزښتناکو نظرونو او په مختلفو هېوادونو کې د بېلا بېلو پرمختيايي لارو او ټولنيزو نظامونو د انتخابېدو په لازمو لاملونو پوه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای